کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې لوګر کې د سرخاب بند د ساتنې او څارنې پروژه د اوبو او برېښنا د سرپرست وزیر له لوری پرانیستل شوه او عملی چارې یې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې سرپرست وزیر ویلی، سرپرست حکومت په پوره ژمنتیا او د مسوولیت له مخې هڅه کوی چې له ولس سره خپلې کړې ژمنې پلې کړی.
بل لور د لوګر ولایت والی دغو مراسمو کې د سرخاب بند د ارزښت په اړه په خبرو کې له خلکو غوښتی، چې د دې بند د ساتنې او مراقبت په برخه کې د اوبو او برېښنا له وزارت سره همکاری وکړی.
د سرخاب د اوبو بند د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې موقعیت لری، چې ۲۵ متره لوړوالی او ۱۳۵ متره اوږدوالی لری او ۹ میلیونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ د شاوخوا ۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ