د المان هېواد د غالیو نړیوال نندارتون کې افغانی غالۍ نندارې ته وړاندې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنې ویلی، چې المان  کې د غالیو په ډمسټک نړیوال نندارتون کې د غالیو اتو صادرونکو شرکتونو ګډون کړی دی.

د خبر پر بنسټ، د دغې ټولنې رییس له افغانی غالیو د ننداره کوونکو څخه په هرکلی سره ویلی، چې دغه نندارتونونه د یو هېواد په کورنیو تولیداتو باندې ښه اغېز پرې باسی او دا یې د بازارموندنې لپاره ګټور دی.

دغه نړیوال نندارتون د جرمنی په هانابر ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د غالیو او ګلم د نندارې په موخه جوړ شوی دی.

په دغه درې ورځنی نندارتون کې د هند، چین او ایران په ګډون د افغانستان په لاس اوبدل شوې غالۍ او ګلم هم نندارې ته ایښودل شوی دی.

د یاد نندارتون یو شمېر ګډونوال وایی، په دې دریو ورځو کې د افغانی غالیو تر ټولو ډېر پېرودونکی له کاناډا، امریکا، سعودی عربستان، بلجیم او لندن څخه وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.