د ‏غزې په تېرو سلو ورځو کې له زرو ډېر اسراییلی پوځی وسایط ویشتل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ.ـاس پوځی څانګې القـ.ـسام ویلی، چې د تېرو سلو ورځو جګړې پرمهال یې د اسراییلی اشغالګرو له زرو ډېر ټانکونه، شوبلې او پوځی وسایط له منځه وړی دی.

د القسـ.ـام ویاند ابو عبیـ.ـده په خپل یوه تازه ویډیویی پیغام کې چې رسنیو ته یې لېږلی ویلی، القـ.ـسام ځواکونو اسراییلی اشغالګر پوځ ته درانه تلفات اړولی دی.

نوموړی زیاته کړې، کوم تلفات چې اسراییلی پوځ ته پر غزې د ځمکنی یرغل په لړ کې ور اوښتی، د ۷ اکټوبر له بریده هم زیات دی.

د ابو عبیـ.ـده په وینا ټولې هغه وسلې چې د دوی مجاهدینو د اسراییلو پر ضد کارولی، د دوی لخوا جوړې شوې او زیاتوی چې د طـ.ـوفان الأقــ.ـصی عملیاتو پرمهال ولس او مقاومت ډلې په یو صف کې د دښمن په مقابل کې جګړه کړې.

عربی رسنۍ وایی، چې د تېرو سلو ورځو جګړې پرمهال اسراییلی پوځ ته درانه تلفات اوښتی، د دوی سلګونه ټانکونه او پوځی شوبلې له منځه تللې او همداراز سلګونه پوځیان یې وژل شوی، چې تر ۴ زرو پورې پوځیان یې دایمی معلول او زرګونه نور یې ژوبل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.