کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم دروازې دواړو لورو ته سلګونه بار وړونکی موټر او لویې لارۍ لا هم ایسارې پاتی.
افغان چارواکو ویلی، لومړی پاکستانی لوری له کوم اعلان پرته د ویزو د نشتوالی له امله د افغان لویو ګاډو پر مخ لار وتړله، چې بیا دوی هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.
تورخم کې د افغان حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت بی بی سی سره یوه مرکه کې ویلی، چې تېره ورځ (دوشنبه) یې د دغې لارې د خلاصون په اړه له پاکستانی لوری سره خبرې کړې، خو کومې پایله یې نه ده ورکړې.
بل لور د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی ویلی، د دې لارې له بندېدو سره دواړو خواوو ته سلګونه لویې باروړونکی موټر بند پاتی، چې د دواړو غاړو سوداګرو ته یې زرګونه ډالره زیان اړولی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ