رسنیو رپورټ ورکړی چې یو شمېر قومی مشرانو او دینی عالمانو د کابل په سپېدار ماڼۍ کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغان اوسنی حکومت له چارواکو غوښتنه کړې تر څو په هېواد کې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړی. له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی چې په دې غونډه کې د افغانستان له څلور دېرش ولایتونو قومی مشرانو، دینی عالمانو او حکومتی چارواکو ګډون کړی ؤ او په غونډه کې دغو علماوو او قومی مشرانو د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د کمېدو تر څنګ په حکومت کې د متخصصو کادرونو د ګومارل کېدو غوښتنه هم کړې ده.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، یادو قومی مشرانو او علماوو د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې د بندو دروازو د پرانیستنې غوښتنه وکړه او پدې اند وو چې په هېڅ صورت باید یو ځل بیا بهرنیانو ته په افغانستان کې د مداخلې او توطئې زمینه برابره نه شی.
پداسې حال کې چې تر دوه کلونو زیاته موده وشوه چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګی پورته نجونې له زده کړو بې برخې دی، په وار وار دینی عالمانو، روحانیونو او قومی مشرانو له اوسنی افغان حکومت څخه غوښتنه کړې تر څو د نجونو د زده کړو په وړاندې شته خنډونه لرې کړې تر څو په اوسنی افغان حکومت کې دغه شته ستونزه حل کړی او پرېږدی تر څو افغان نجونې د اسلامی شرایطو په برابرېدو سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړی او د اوسنی حکومت په اړه د خلکو په ذهنونو کې دغه شته ستونزه هم پای ومومی.
په تېرو څه باندې دوه کلونو کې چې د افغانستان حکومت دغه بندیز لګولی، په کور د ننه او له هېواد څخه بهر افغانانو او د اسلامی نړۍ ګڼو عالمانو، مخورو او سپین ږیرو له حکومت څخه غوښتنه کړې تر څو پدې اړه شته خنډونه لرې او افغان نجونې او مېرمنې پرېږدی چې د اسلامی اصولو او شرایطو سره سم خپلو زده کړو ته دوام ورکړی.
پدې تړاو له پیل څخه تر ننه ګڼ بحثونه شوی او بېلابېلو علماوو، پوهانو او آن د اسلامی نړۍ برجسته دینی او سیاسی کادرونو د افغانستان له حکومت څخه غوښتې تر څو دا ستونزه ختمه کړی او د دې زمینه دې نه برابروی چې پدې نامه بهرنیان زمونږ په چارو کې لاسوهنه وکړی.
په کور د ننه په افغانستان کې هم علماوو، پوهانو او آن په خپله د افغانستان د اوسنی حکومت لوړ پوړو چارواکو لکه د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال عباس ستانکزی دا غږ اوچت کړی او د نجونو پر مخ یې دزده کړو د دروازو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده، خو د دې ټولو سره تر اوسه نه دا ستونزه حل شوې او نه یې په اړه کومه مشخصه نېټه په ګوته شوې چې دا ستونزه به کله حل کېږی.
پدې لړ کې ځینی رسنۍ د افغان حکومت د ویاندویانو له قوله د ستونزو د حل د وعدې تر څنک داسې خبرې هم اوریدل کېږی چې ګواکې پدې تړاو د افغانستان د علماوو تر منځ د نظر اختلاف دی او حکومت نه غواړی د علماوو تر منځ د نظر اختلاف په شتون کې پدې اړه کوم ګام پورته کړی.
اما د دې ټولو سره سره تر دوه کلونو زیاته موده وشوه چې افغان نجونې د منځنیو او لوړو زده کړو په اړه له خپل اسلامی او ملی حق څخه محرومې دی او پدې تړاو د هېڅ ډول رڼا څرک نه تر سترګو کېږی.
پدې کې هېڅ شک نشته چې په ډېرو مسایلو کې به دینی عالمان له یوه بل سره د نظر اختلاف لری خو د دې ډول ستونزو او اختلاف د حل لپاره هم لارې شته چې کارول یې نه دومره ګران دی او نه له امکان څخه وتلی.
بل خواته که د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامی نړۍ د برجسته عالمانو او پوهانو نظرونه سره را ټول کړای شی او په اړه یې بحث او څېړنه وشی یقینی خبره ده چې د نړۍ مطلق اکثریت دینی عالمان او پوهان به د نجونو د زده کړو او هغوی ته د لازمو شرایطو د برابرولو په تړاو واضح او څرګند دریځونه لری او په وار وار د رسنیو له لارې دا نظرونه منعکس شوی هم دی.
پدې تړاو دا ټکی هم باید یاد وساتو چې د دې بندیز دوام بهرنیانو ته د بې ځایه او غیر قانونی مداخلې او لاسوهنې لار برابروی چې تېرو ترخو تجربو ته په پاملرنې سره یې باید مخه ونیول شی.
ځکه نو د افغانستان دینی عالمان، پوهان، مخور او سپین ږیری هم له حکومت څخه غوښته لری تر څو نور دغه ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شی او پدې توګه د خوار او جګړه ځپلی هېواد تر نیمایی زیات وګړی باید نور له زده کړو محروم پاتې نه شی. “پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ