د افغانستان او هند ترمنځ نن درېیمه شل اوریزه لوبه کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او هندوستان کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ نن ماښام شپږ بجې د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کیږی.

د خبر پر بنسټ، په دې لوبلړۍ کې هندوستان د ۲ لوبو په ګټلو سره له وړاندې دا لوبلړۍ ګټلې ده.

د افغان کرکټ ملی لوبډلې ځوان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ویلی، چې که څه هم دوی په تېرو ۲ لوبو کې ځینې نیمګړتیاوې درلودلې، خو ډېره هڅه کوی چې په دې وروستۍ لوبه کې بریا خپله کړی او هند ته په لومړی ځل ماتې ورکړی.

افغان لوبډلې تر اوسه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هندۍ لوبډلې ته ماتې نه ده ورکړې.

افغان لوبډله به د هندوستان له سفر وروسته له سریلانکا سره په راتلونکې فبرورۍ کې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.