ترکش هوایی شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیلوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فلای دوبۍ او ایر العربیه نړیوالو هوایی شرکتونو وروسته ترکی چارواکو هم کابل ته د ترکش هوایی شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ، کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزیر سره په کتنه کې ویلی، ترکش هوایی شرکت به کابل ته خپلې الوتنې بېرته له سره پیل کړی.

په دې کتنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو ټرانسپورټی او ټرانزیټی همکاریو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او نورو موضوعاتو باندې خبرې کړې دی.

یاده کتنه کې د ترکیې سفیر ویلی، په افغانستان کې د سراسری امنیت له ټینګښت وروسته غواړی، د هوایی او ځمکنی ټرانسپورټ په برخه کې له افغانستانه سره اړیکې پیاوړې کړی.

نوموړی زیاته کړې، له ترکیې څخه به افغانستان ته هوایی الوتنو زیاتېدو ترڅنګ به ترکش هوایی شرکت کابل ته خپل پروازونه پیل کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.