کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال رییس غلام الرحمن کظیم تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبری ناستې پرمهال ویلی، چې د دې ولایت کانال کې په ۲۲ سوه جریبه ځمکه د ۱۲میلیونه افغانیو په ارزښت د غنمو اصلاح شوی تخمونه کرل شوی دی.
د خبر پر بنسټ کظیم زیاته کړې، دغه تخمونه یې په څلور ګونو فارمونو کې کرلی، چې سږکال به ترې په پراخه کچه حاصلات هم ترلاسه شی.
نوموړی زیاته کړې، یوازې د هډې فارم په ۵۷۴ جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم کرل شوی چې په راتلونکی کې به بزګران له وطنی اصلاح شویو تخمونو څخه برخمن شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ