کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادی غونډې په څنډه کې ویلی، چې ایرانی ځواکونو په پاکستان کوم پاکستانی نه، بلکې یوه ایرانۍ سخت دریځه ډله یې په نښه کړې وه.
د خبر پر بنسټ، ایرانی چارواکو ویلی، دوی هغه سخت دریځه ډله چې په دې وروستیو کې یې په ایران کې د څو بریدونو مسوولیت اخیستی، په نښه کړې او د هغې دوه مرکزونه یې له منځه وړی دی.
اسلام آباد بیا دغه برید پرخپل هوایی قلمرو ښکاره تېری بللی دی او په غبرګون کې یې له ایرانه خپل سفیر ورغوښتی او په اسلام آباد کې یې هم د ایران سفیر ته چې د دغه برید په مهال تهران کې و، د بیا نه ورتلو خبر ورکړی دی.
ایران د سې شنبې ورځ د پاکستان پر بلوچستان ایالت د توغندیو او بې پیلوټه الوتکې بریدونه وکړل، چې د پاکستانی چارواکو په وینا دوه ماشومان په کې وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ