معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې یو تن د څلورو کسانو د قتل په تور نیول شوی

لغمان کې یو تن د څلورو کسانو د قتل په تور نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په لغمان ولایت کې امنیتي مسوولینو یو کس د څلور تنو د قتل په تور نیولی دی.

د خبر پر بنسټ، د لغمان امنیې قومندانۍ وایي، نیول شوي کس تېره ورځ د والیبال په یوه لوبه کې تر لفظي شخړي وروسته څلور تنه ځوانان په ډزو وژلي دي.

د لغمان پولیسو په خبره، دغه پېښه د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ په نورم کلي کې رامنځته شوې، چې نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه شوی دی.

د مسوولینو په وینا یاد کس به تر لومړنیو اجراتو وروسته اړوندو ارګانونو ته تسلیم کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس