مولوی عبدالکبیر: نړۍ دې د فشارونو پر ځای خبرې را سره وکړی

اسلامی امارت پر نړیوالو غږ کړی چې، پر دوی دې د فشار اچولو پر ځای خبرو ته ور سره کېنی.

ګهیځ: د افغانستان اسلامی امارت د رییس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر ویلی چې اسلامی امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړی دی او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشری مرستو ته دوام ورکړی.

نوموړی زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړی.

نوموړی دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړی استازی سره په لیدنه کې کړې دی. په ورته وخت کې د ازبکستان استازی ویلی چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلې دوستۍ او همکارۍ ته دوام ورکړی.

هغه دغه راز ویلی چې دوی به د اسلامی امارت د مثبتو چارو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړی او په دې برخه کې یې بشپړ ملاتړ کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.