کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کاناډا د کډوالۍ، تابعت او پناه غوښتنې ادارې ویلی، چې تېره ورځ یې له پاکستان څخه ۳۱۹ نور افغانان د دغه هېواد وینکوور ښار ته لېږدولی دی.
د خبر پر بنسټ دغې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې کاناډا خپلې موخې ته ورسېده او د ۲۰۲۱ اګسټ میاشتې تر دې دمه یې ۴۰ زره افغان کډوال او زیان منوونکی خپل هېواد ته ولېږدول.
دوی زیاتوی، د هغو کسانو د غوښتنلیکونو څېړنه هم روانه ده، چې په کاناډا کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ