کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلی چې د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفون له لارې د ناندریو په راکمولو هوکړه کړې ده. خبرپاڼې د پاکستان د لنډمهالی بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلانی په حواله لیکلی، چې پاکستان له ایران سره د متقابل باور او همکاریو پر بنسټ ګډ کار ته چمتو دی.
د خبرپاڼې له مخې، جلیل عباس جیلانی او حسین امیر عبداللهیان د دواړو هېوادونو سفیرانو پر ورګرځېدا هم خبرې کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت هم د اعلامیې خپرولو سره وایی، امیر عبدالهیان هم د جیلانی د دې خبرو غبرګون کې ویلی، پکار ده چې د تېر په څېر په امنیتی او نظامی برخه کې همکاری په جدیت سره تعقیب شی.
د نوموړی په خبره، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د بریدونو د شنډولو او د دوی د ځالو د لمنځه وړلو لپاره د تهران او اسلام اباد همکاری مهمه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ