د افغانستان کنګل شوې پانګه؛ پوتین یې د آزادېدو غوښتنه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوېدیځو بانکونو غوښتنه کړې چې د بشری اړتیاوو لپاره د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده کړی.

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په روسیه کې د پانګونې په یوه فورم کې د خبرو پر مهال ویلی، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشری مرستو ته اړتیا لری.

هغه وویل: “له افغانانو سره د مرستې لپاره اړینه ده چې لږ تر لږه په لوېدیځو بانکونو په ځانګړې توګه امریکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمنی ازده کړل شی”.

د ده په خبره لویدیځ او امریکا ته په کار ده چې په دې نازک وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړی څو له دې پیسو د بشری وضعیت په ښه کولو کې ګټه واخیستل شی. پوتین وایی افغانستان، د خوړو، درملو او نورو توکو پېرلو ته اړتیا لری او باید د افغانانو پر برخلیک نورې لوبې و نه شی.

پوتین زیاته کړې، د غرب هغه انګېرنه ناسمه ده، چې ګواکی طالبان به په دې پیسو وسلې واخلی، هغه زیاتوی دمګړی په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسله پرته ده او دغه هېواد لا ډېرې وسلې ته اړتیا نه لری.

د یادولو وړ ده چې د افغان دولت شاوخوا لس ملیارده ډالره پانګه دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او د اسلامی امارت چارواکی ور ته لاسرسی نه لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.