کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، د روانې میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې د شدیدو تنفسی ناروغیو له امله ۱۹۷ کسان مړه شوی.
د خبر پر بنسټ، یاد سازمان د ساری ناروغیو د خپرېدو د راپور په خپرولو سره ویلی، چې په مړو شویو کې تر ۸۳ سلنه زیات له ۵ کلونو کم عمره ماشومان او تر ۴۴ سلنه زیاتې ښځې دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې د شدیدو تنفسی ناروغیو نږدې ۸۰ زره پېښې ثبت شوی، چې ډېری یې ښځې او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دی.
دغه سازمان وایی، په دې ناروغۍ د اخته کسانو اوسنی شمېر له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۲ کلونو پورې په تېرو درېیو کلونو کې له اوسط شمېر څخه لوړ دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ