کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د هندوستان د خلکو له خوا مرسته شوی ۴۰ زره لېتره ملټین د ایران د چابهار بندر له لارې کابل ته راورسېدل.
د خبر پر بنسټ، دغه مرغه مرسته د یاد وزارت رهبرۍ ته سپارل شوې ده.
ملټین د ملخانو د یرغل پر وړاندې په مبارزه کې کارول کیږی.
د کرنې وزارت چاواکو ویلی، چې دوی به یې د اړتیا په صورت کې د ملخانو د یرغل د مخنیوی په موخه په زیانمنو ولایتونو کې وکاروی.
له افغان بزګرانو د هند لخوا د دغې مرستې ټولیز ارزښت څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو ته رسیږی او شاوخوا د ۸۰ زره هکتاره ځمکې لپاره بسنه کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ