کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې د فراه شېخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ایران ته ۶ موټره بې کېفیته اوسپنیزو ګاډر ورګرځولي دي.
د خبر پر بنسټ، یادې ادارې ویلي، د دغو ګاډرو کېفیت له ملي سټنډرډونو سره سمون نه درلود، چې له همدې امله یې دوی هېواد ته د واردېدلو مخه نیولې ده.
تر دې وړاندې هم یادې ادارې هېواد ته د زرګونه ټنه بې کېفیته تېلو او نورو توکو د وارېدېدلو مخنیوي خبر ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/