جاپان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دی.
ګهیځ: د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشی اوکادا په دوحه کې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقی سره کتلی دی. په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دی او دواړو لورو ټینګار کړی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره به هڅه کوی.
همدا راز جاپان ژمنه کړې چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوی او هڅه کوی چې د افغانستان په اقتصادی وده کې خپله ونډه ترسره کړی.
دغه هېواد د ډیپلوماټیک ماموریت په اړه هم له افغان لوری سره خبرې کړې دی.
تر دې وړاندې جاپان ویلی وو، چې ډېر ژر به په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزی او له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړی.
گهیځ