کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیران د یو پلاوی په ملتیا له تورخم ښارګوټی څخه د لیدنې پرمهال ویلی، چې د راتلونکی پسرلی له پیل سره به راستنو شویو افغانانو ته د استوګنې او کرنیزو ځمکو وېش پیل شی.
د خبر پر بنسټ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلی، له اړونده وزارتونو سره په ګډه د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو په حل کې په اقدام بوخت دی او هڅه کوی، چې د راتلونکې پسرلی له پیل سره به راستنو شویو افغان کډوالو ته د استوګنې او کرنیزو ځمکو وېش پیل شی.
د دوی په وینا له پخوا څخه په دې برخه کې ډېر کار شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ