سهیل شاهین وایی، د ازاد او خپلواک افغانستان درلودل د افغانانو مشروع حق دی.
ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د اسلامی امارت ویاند انعام الله سمګانی پر خپل ټویټر، ملګرو ملتونو ته د اسلامی امارت لخوا د وړاندیز شوی دایمی استازی سهیل شاهین له قوله لیکلی چې، د خپلواک افغانستان درلودل د افغانانو مشروع حق دی او دوی له لسیزو راهیسې د دې لپاره مبارزه کوی.
سمګانی د شاهین له قوله لیکلی دی: «ولې دوی باید د بندیزونو، فشارونو او په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ د محرومولو هدف وی. له دې کبله، چې له اشغال پرته افغانستان یې غوښته، څو له هر هېواد سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې ولری؟».
پر افغانستان د اسلامی امارت تر ولکې وروسته امریکا او نړیوالې ټولنې پر دغه هېواد یو لړ بندیزونه وضع کړل او د دوی په بانکونو کې د افغانانو پرته میلیاردونه ډالره پانګه یې کنګل کړه.
گهیځ