کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د یاد ریاست اړوند موزیم ته د ۶ قلمه تاریخی آثارو د سپارلو خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ، د یاد ریاست د هنر او فرهنګ آمر ویلی، چې د احمد شاه بابا نړیوال هوایی ډګر د سرحدی پولیسو لخوا شپږ قلمه منقول آثار چی په کې جک، ساپی، چاقو، کټو، مډال او کوچنۍ مسی ګډوه شامل دی، د بهرنیانو له خوا بهر ته د لېږدولو پر مهال تر نیول کېدو وروسته موزیم ته وسپارل.
د نوموړی په وینا، نیول شوی تاریخی آثار شاوخوا تر ۱۰۰ کالو زیات تاریخی لرغونتیا لری، چې د ثبت او سجل پروسې وروسته به د اطلاعات او کلتور ریاست اړوند میوزیم کې نندارې ته وړاندې شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ