کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې د خلکو تر ۸۱ ورځنی پرلت وروسته د پاکستان حکومت د انګور اډې پر لار یوازې پلې تلونکو کسانو ته د تګ اجازه ورکړې ده.
د خبر پر بنسټ، تر دې وړاندې دا لار د پاکستانی حکومت لخوا د ویزې غوښتلو په پرېکړه د خلکو د اعتراض او پرلت له امله تړل شوې وه. د چارواکو په خبره لا هم څرګنده نه ده چې ایا د پاکستان حکومت د ویزو له پرېکړې پر شا شوی او که کومه بله حللار ورته لټول شوې ده، خو دغه لار لا هم د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې پاتې.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار له سپین بولدک سره پر پوله د پاکستان اړخ ته په چمن ښار کې هم خلک تر ۱۰۰ له زیاتو ورځو راهیسې د پاکستان د حکومت د ویزې غوښتلو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کوی، خو د پاکستان حکومت لا هم ورته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
.ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ