روان کال د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د صادراتو خبر ورکړی دی.

د خبر پر بنسټ، دغه وزارت ویلی، چې د هېواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د رامنځته شویو آسانتیاوو او له فساد سره د جدی مبارزې له امله د روان ۱۴۰۲ کال په لومړیو لسو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په ترسره شویو صادراتو کې د څه باندې ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت مېوې، د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت سبزیجات شامل دی.

دغه صادرات د پاکستان، هندوستان او متحده عربی اماراتو هېوادونو ته صادر شوی دی.

.ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.