بهرنیو چارو وزارت وایی هڅه کوی څو له ګاونډیو هېوادونو سره په پولو کې د نښتو او ناندریو مخه ونیسی.
ګهیځ: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په ټوېټ پیغامونو کې ویلی چې له ایران سره پر پوله نښته د پوله ساتو چارواکو په مرسته پای ته رسېدلې ده.
بلخی وایی: ” د افغانستان او ایران په پوله د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ سرحدی سېمه کښې چې کومه شخړه را منځ ته شوی وه، د سرحدی مسئولینو په هڅو ختمه شوه، کوښښ به کیږی چی بیا دا ډول پیښې رامنځ ته نه شی”.
پرون په نیمروز کې پر پوله د افغان او ایرانی عسکرو تر منځ نښته شوې وه. ذبیح الله مجاهد ویلی، چې په دې نښته کې هېڅ لوری ته تلفات نه دی اوښتی او نښته پای ته رسېدلې. حکومتی چارواکو د دې نښتې د اصلی انګېزې او لامل په تړاو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوی وو، چې ایرانی ځواکونه په هرات او نیمروز کې په ځینو سیمو کې افغان لوری ته مخ ته راغلی او هڅه کوی تاسیسات جوړ کړی. ایران هم تر دې دمه د وروستۍ نښتې په اړه غبرګون نه دی ښوودلی.
گهیځ