د ایران او پاکستان تر مینځ “درېیم” هېواد کوم دی؟

تېره ورځ د روان زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۹ مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د یوه ورځنی سفر لپاره اسلام آباد ته تللی و، د خپل سفر په پای کې له خپل پاکستانی سیال جلیل عباس جیلانی سره په یوه ګډه خبری ناسته کې د نورو ډېرو خبرو تر څنګ وویل چې د ایران او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه، د دوی په خبره درېیم هېواد د ترهګرۍ ملاتړ کوی چې د ځینو پاکستانی رسنیو په قول د ده پاکستانی سیال هم دا خبره ورسره تأیید کړې ده.

دواړو ګاونډیو هېوادونو چې څه باندې ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لری، د تاریخ په اوږدو کې خپل مینځی اړیکې ښې درلودلې او آن د ایرانی رسنیو په قول له بریتانوی هند څخه د پاکستان د بېلېدو پر وخت ایران له هغه لومړنیو هېوادونو څخه و چې پاکستان یې د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندلو.

په افغانستان کې د پرله پسې انقلابونو، نا خوالو او جګړو په تېره څه کم یوه سلیزه کې دغه دواړو ګاونډیانو چې متأسفانه دواړه له افغانستان سره هم پوله لری، دلته د جګړې د اور د تودولو او د ځان په ګټه د افغانستان له داخلی کشمکشونو څخه د ګټې اخیستنې هېڅ موقع له لاسه نده ورکړې او دلته یې د جګړې د لمبو د ژبغړانده ساتلو لپاره هر ډول هڅه او هاند کړی دی.

خو دغه دواړه هېوادونه د ګڼو اتفاقی مواردو سره سره د روان لمریز کال د مرغومی په ۲۶مه هغه وخت له یوبل سره ونښتل کله چې ایرانی جنګی الوتکو او لرې ویشتونکو توغندیو د پاکستان د بلوچستان ایالت په اړونده سیمه کې د جیش العدل په نامه د ایرانی سنی مذهبه بلوچانو یو مرکز په نښه کړ او یوه ورځ وروسته یې پاکستان هم د ځوابی اقدام په ترڅ کې د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت ځینی سیمی تر راکټی برید لاندې ونیولې او ادعا یې وکړه چې د پاکستانی بېلتون غوښتونکو بلوچانو یو پټنځای یې په نښه کړ او د دوی په اصطلاح څو بېلتون غوښتونکی بلوچان یې ووژل.

د دواړو هېوادو دغه پوځی نښتو او پر یو بل باندې تورونو د څو ورځو لپاره د دواړو هېوادو تر مینځ ډیپلوماتیکه فضا لږ خړه پړه کړه او د دواړو ملکو سفیران د څو ورځو لپاره په خپلو هېوادو کې سره تم کړای شول، خو داسې ښکاری چې ایرانی لوری د ډیپلوماسۍ په میدان کې تر خپلو پاکستانی سیالانو مخکې دی، تر بریدونو سملاسی وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستانی سیال سره ټلیفونی خبرې وکړې او دا دی د دوه اونیو تر تېرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان اسلام آباد ته راغی او دلته یې له پوځی او ملکی لوړ پوړو چارواکو سره پر لیدنې کتنې سر بیره، د خپل هېواد د ولسمشر لپاره اسلام آباد ته د سفر په اړه رسمی بلن لیک هم ترلاسه کړ.

هغه څه چې د بهرنیو چارو د دواړو وزیرانو په خبرو او رسمی خبری ناسته کې په زړه پورې ښکاریدل د تل په څېر د ایرانی وزیر دا دریځ و چې ګواکې دلته یو درېیم هېواد دی چې د تهران او اسلام آباد ترمینځ د اړیکو ترینګلتیا رامینځ ته کوی او نه غواړی دغه دوه ګاونډی یو د بل تر څنګ په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړی.

که څه هم ایرانی وزیر په څرګنده د کوم هېواد نوم وانخیست خو د ایران بهرنۍ پالیسۍ او د دغه هېواد اړیکو ته په پام سره څرګنده ده چې د عبداللهیان مطلب امریکا دی او د ایرانی واکمنو په خبره دا ستر شیطان دی نه غواړی چې د دوه ګاونډیو اسلامی هېوادو تر مینځ سوله ییزې اړیکې دوام وکړی.

پدې مینځ کې جالبه دا ده چې ښاغلی عبداللهیان د خپل هېواد دا دریځ په اسلام آباد کې او له پاکستان سره د اړیکو په تړاو مطرح کوی،په داسې یوه هېواد کې او له داسې یوه وزیر سره چې ملکی او پوځی چارواکی یې د امریکا له اجازې پرته حتی یوه مړۍ ډوډۍ هم خولې ته نشی وړلای.

که څه هم د ایران او امریکا د پټو او ښکاره اړیکو او د دواړو هېوادو د ګډو مانورو په تړاو هم ډېرې خبرې شته او رسنۍ یې په تړاو ډېر څه خپروی خو له امریکا سره د پاکستان د اړیکو او د اسلام آباد پر سیاسی او پوځی کړیو د واشنګتن د اثر او نفوذ په تړاو خو مسایل دومره واضح دی چې اوس د اسلامی نړۍ یو ماشوم هم پرې پوهېدای شی.

دې ټولو ته په کتو او د ایرانی چارواکو د پراختیا غوښتنې او د خپل اثر او نفوذ کړۍ غزولو د سیاست په پام کې نیولو سره یوې خوا او پر اسلام آباد باندې د واشنګتن د ښکاره واکمنۍ کتو ته بل خوا، داسې نه برېښی چې د دواړو ګاونډیو ملکونو دا اړیکې به په همدې تودوخه پاتې شی.

دا هم باید هېر نه کړو چې اسلام آباد همدا اوس د ټول ټاکنو او یوه سیاسی بدلون په درشل کې دی او که څه هم د دغه هېواد هر ملکی حکومت د پوځ او آی اېس ای له اغېزې بهر نشی پاتې کېدای خو بیا هم د حالاتو کره تحلیل او ارزونه به هلته تر کېدونکو ټول ټاکنو وروسته دقیقه او کره وی.” پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.