کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانۍ رسنیو ویلی، چې د پاکستان یوې محکمې د توشه خانې په مقدمه کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بی بی ته د ۱۴ کاله بند سزا اورولې ده.
د خبر پر بنسټ، د غویی په ۲۰مه عمران خان د اسلام آباد په یوې محکمه کې د امنیتی ځواکونو لخوا نیول شوی و، چې لومړی اټک زندان کې و او له هغه وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.
تحریک انصاف ډلې د محکمې دغه پرېکړه یوه ټوکه او سیاسی انتقام بللی.
د دې ډلې ویاند ﺭووف حسن ویلی، د پاکستان د محکمو تاﺭیخ د ډېرو بدو پېښو او بدو پرېکړو شاهد پاتې شوی دی.
د دغې پرېکړې له مخې چې د پاکستان د احتساب محکمې کړې، بشرا بی بی او عمران خان ته د توشه خانې په مقدمه کې د ۱۴ کلونو بند سربېره ۱.۵ میلیارده جرمانې د ټاکلو ترڅنګ هغوی دواړه د ۱۰ کلونو لپاره نه شی کولی، دولتی دندې ترسره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ