کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې امنیتی ځواکونو د جمهوریت د دورې چارواکی ګل آغا شېرزی له سېلابی اوبو ژغورلی دی.
د خبر پر بنسټ، یاد ریاست د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد له قوله ویلی، چې ګل اغا شېرزی د کندهار ډنډ ولسوالۍ روح آباد سیمه کې د خپل یو عراده موټر او دریو نورو کسانو سره هغه مهال امنیتی ځواکونو لخوا وژغورل شو، چې سېلابی اوبو ایسار کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوری خپور شوی انځور کې ښکاری چې د نوموړی موټر کابو ټول په اوبو کې غرق شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ