بلخ ګمرک کې د موټرو یو ستر تم ځای جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو یو ستر تم ځای جوړیږی.

د یادې پروژې په  پرانیست‌ غونډه کې د بلخ والی سوداګرو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ دا هم ویلی، چې د سرپرست حکومت د رهبرۍ په هدایت ټولې ادارې مکلفې دی چې په بېلابېلو برخو کې سوداګرو او پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړی.

د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت چارواکو دغه راز ویلی، هڅه کوی چې په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم د ورته پروژو پیل باندې کار کوی.

د بلخ ګمرک د موټرو تم ځای پروژه چې په شاوخوا ۷.۵ جریبه ځمکه کې پلې کیږی، لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایی بودیجې څخه ورکول کیږی او چارې به یې د ۷ میاشتو په موده کې بشپړې شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.