اسلامی امارت وایی، د ملګرو ملتونو دا پرېکړه چې د اوس لپاره دې د افغانستان څوکۍ خالی وی، د اصولو سره په ټکر کې ده.
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لنیدۍ ۱۱مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وایی د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلۍ کې اسلامی امارت ته د دغه هېواد څوکۍ نه سپارل هم له اصولو سره او هم له انصاف سره په ټکر کې پرېکړه ده.
د یاد وزارت ویاند عبدلقهار بلخی پر ټویټر لیکلی، ملګرو ملتونو د افغان ولس مشروع حق تر پښو لاندې کړی، د ده په وینا هېله لری چې دغه سازمان ژر تر ژره د افغانستان خالی څوکۍ د دوی استازی ته وسپاری.
له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د باور ورکولو کمېټې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامی امارت ته و نه سپاری.
خو بلخی ټینګار کړی، چې د افغان ولس د ستونزو د حل او له نړیوالو سره د مثبت چلند دوامداره ساتلو لپاره دې دغه څوکۍ ور وسپاری.
گهیځ