کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د پوځ مرکزی قوماندانۍ ویلی، چې امریکایی ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران پلوه وسلوالو پر مرکزونو بریدونه کړی.
د خبر پر بنسټ، د امریکا ولسمشر جوبایډن په عراق او سوریې کې د ایران پلوه وسلوالو پر مرکزونو د امریکایی ځواکونو د بریدونو په اړه یوې اعلامیې کې ویلی، امریکایی ځواکونو تېره ورځ له غرمې وروسته د ده په لارښوونې، عراق او سوریې کې د ایران پلوه ملېشو هغه تاسیسات ویشتلی، چې د امریکایی ځوکونو پر ضد برید کولو لپاره کارول کېدل.
بایډن په دې اعلامیې کې ویلی، چې امریکا په منځنی ختیځ او نورې نړۍ کې جګړه نه غواړی. دې قوماندانۍ په ټولنیزو شبکو کې ویلی، چې په عراق او سوریه کې یې تر ۸۵ ډېر اهداف ویشتی، خو د مرګ – ژوبلې په اړه یې لا څه نه دی ویل شوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ