کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مشرې روزا اتنبايوا سره دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په تړاو خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د زياتو وضاحتونو غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې د وضاحتونو په رڼا کې به د افغان حکومت د پلاوي د گډون په اړه پرېکړه وکړي.
په کتنه کې د يوناما مشرې د دوحې د ناستې په اړه معلومات شريک کړي او په ياده ناسته کې يې د افغان حکومت د پلاوي د ګډون غوښتنه هم کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/