بامیانو کې د ۱۲۸ پروژو چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسؤولینو ویلی، چې د بامیانو په سیغان او شیبر ولسوالیو کې د ۱۲۸ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې شوې.

د خبر پر بنسټ، د دغه وزارت مسؤولینو زیاته کړې چې د یونسف دفتر په مالی مرسته د بامیانو ولایت په سیغان او شیبر ولسوالیو کې د افغانستان معیشت او ټولنیز ملاتړ پروګرام د ۱۲۸ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد وزارت زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د کلیوالی سړکونو بیارغول او جغل اچول، د کرنیزو کانالونو پاکول، د پلچکونو، محافظوی دېوالونو جوړول او د کانالونو او سیلبرونو پخول شامل دی.

د ځایی مسوولینو په وینا د دغو پروژو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده حل شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.