In this photograph taken on December 27, 2015, an internally-displaced Afghan woman holds a child as she sits in front of her tent at refugee camp on the outskirts of HeratAFP PHOTO/AREF KARIMI / AFP / Aref Karimi (Photo credit should read AREF KARIMI/AFP/Getty Images)

په افغانستنان کې روان کړکېچ؛ ۳ نیم میلیونه وګړی یې له خپلو مېنو بې ځایه کړی

UNHCR وایی په افغانستان کې دننه درې نیم میلیونه کسان د روان کړکېچ له کبله بې ځایه شوی دی.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ د لېندۍ پر ۱۲مه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د کډوالو د لاسنیوی لپاره نورو بشری مرستو ته اړتیا ده.
بلوچ وایی د بې ځایه شوو له ډلې ۷ لکه هغه کسان دی چې یوازې په ۲۰۲۱ میلادی کال کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوی دی او زیاتوی چې دا خلک سرپناه، خوړو او نورو لومړنیو توکه ته اړتیا لری.
هغه وایی: “ډېری کورنۍ له سختې یخنۍ دخلاصون لپاره مناسبې سرپناه او نورو اړینو شیانو ته اړتیا لری. لوږه په دې هېواد کې د اټکل له کچې لوړه شوې ده. نژدې ۲۳ میلیونه افغانان چې د هېواد د ټولو وګړو په سلو کې نژدې ۵۵ جوړوی، له سختې لوږې او شااوخوا نهه میلیونه کسان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی.”
د ‘UNHCR’ د معلوماتو پر بنسټ، ملګری ملتونه هره ورځ شااوخوا ۶۰ زره افغان وګړو ته بشری مرستې رسوی، خو د بابر بلوچ په وینا د مرستو د رسولو پر مهال دوی له زرګونه نورو کسانو سره هم مخامخ کېږی چې مرستو ته اړ دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.