معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ۲۱ میلیونه افغانان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي

۲۱ میلیونه افغانان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ادارې ويلي، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د اقلیمي بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

د خبر پر بنسټ، د دغې ادارې مرستیال کابل کې په یوه خبري ناستې پرمهال زیاته کړې، جګړې د دې لامل شوي چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله جدي زيان وویني.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ویلي وو، چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو ۸ یې ناپاکې اوبه څښي او ۹۳ سلنه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د اوبو له پلوه، ګواښ سره مخ دي.

همداراز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې “اوچا” راپور ورکړی، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې اوبو ته د کورنیو لاسرسی ۶۰ سلنه کم کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس