فرانسه په کابل کې د خپل سفارت د ژر پرانیستو هڅه کوی

د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی، چې هڅه کوی څو ژر په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزی.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) امانویل مکرون ویلی چې له یو شمېر اروپایی هېوادونو سره په ګډه کار کوی څو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت له سره پیل کړی.
نوموړی نن خبریالانو ته ویلی چې له دې کار څخه یې موخه دا ده څو وکولی شی د اروپایی هېوادونو یو شمېر سفیران بېرته کابل ته لاړ شی.
مکرون ویلی کابل ته په ورتګ سره سم به له افغانانو سره د مرستې لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړی.
رویټرز اژانس د مکرون له قوله ویلی چې ژر به دا چاره ممکنه کړی. نوموړی دغه راز ټینګار کړی چې د اسلامی امارت په رسمیت پېژندو کې بېړه نه کوی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې اسلامی امارت ویلی وو چې جاپان هم په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو خبره کړې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.