کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصادی معاونیت مطبوعاتی دفتر ویلی، چې د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو د اقتصادی کمېسیون په نوبتی ناسته کې پر یو شمېر اقتصادی طرحو بحث کړی دی.
د خبر پر بنسټ په دې ناسته کې د خصوصی سکټور له لوری د هېواد په ۱۲ ګمرکی بندرونو کې د برېښنایی سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادی طرحه او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوې دی.
خبر زیاتوی، په یادو طرحو کې د هېواد په ۱۲ ګمرکی بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه ده، چې منظور شوې ده.
د دې طرحې له مخې به خصوصی سکټور د عامه – خصوصی مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ