کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې نن د ملی او ایالتی پارلمانونو د غړیو د ټاکل کېدو لپاره عمومی ټاکنې کیږی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې د دې ټاکنو امنیت لپاره به له افغانستان او ایران سره د پاکستان پولې د بار وړونکو موټرو او پیاده تګ – راتګ پرمخ تړلې وی او له ټاکنو وروسته به د جمعې پر ورځ د فبرورۍ په ۹مه نېټه بېرته دغه لارې پرانیستل شی.
پاکستانی پولیسو ویلی، چې د اسلام آباد له ۶ زره ۵ سوه پولیسو ورها خوا د لا ډاډمن امنیت په موخه یې زر اېف سی ملېشه ځواکونه او شاوخوا ۱۵ سوه نوی پوځیان هم په دندو ګمارلی دی.
د پاکستان پارلمانی ټاکنې په هرو پنځو کلونو کې کیږی، چې د نا امنۍ ګڼې پېښې ورسره ملې وی.
د ټاکنو د کېدو له خبرو سره هم مهاله د پاکستان د حکومت مخالفو وسلوالو د دغې پروسې د ګډوډۍ ګواښ کړی او له خلکو یې غوښتی، چې په ټاکنو کې له ګډونه ځان وساتی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ