امیر خان متقی له چینی سفیر سره لیدلی دی

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایی، چې امیر خان متقی او د چین سفیر په کابل کې کتلی دی.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) نن له غرمې وړاندې د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او په کابل کې د چین سفیر وانګ یې تر منځ کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې شوی.
د یاد وزرات ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر لیکلی چې پر سیاسی اړیکو برسېره د لورو تر منځ بحث تر ډېره په سوداګرۍ ورټول و.
هغه لیکلی: ” په ځانګړی ډول د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا بحث وشو. له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو د صادراتو پر زیاتوالی او همدارنګه چین ته له نورو لارو د افغان تولیداتو پر رسولو خبرې وشوې “.
د بلخی په خبره، متقی له وانګ یې سره د بشری مرستو او افغان محصلینو ته د تخنیکی زده کړو د بستر هوارولو پر سره هم خبرې کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.