کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږۍ دفتر اوچا په خپلې ټویټر پاڼې ویلی، چې روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه اړمن کسان مرستو ته اړتیا لری.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د یاد شمېر کسانو سره د ملاتړ لپاره د بشری مرستو شریکان ۳ میلیارد او ۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لری. اوچا وایی، له دغو افغانانو سره به د خوړو، سرپناه او نورو کورنیو توکو، روغتیا، اوبو، نظافت او حفظ الصحې، تغذیې، خوندیتوب، روزنې او یو شمېر نورو برخو کې مرسته کوی.
د اوچا ادارې په وینا هغه شمېر اړمن کسان چې مرستو ته اړتیا لری، ۵۲ سلنه یې ماشومان، ۲۵ سلنه یې مېرمنې، ۱۲سلنه یې معلولین او دوه سلنه یې د پاخه عمر لرونکی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ