کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانی سرچینو ویلی، چې د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسلوالو له لوری د انتخاباتو یو شمېر کارکوونکی په نښه شوی دی.
یو شمېر پاکستانی رسنیو هم د دغه هېواد د پولیسو په حواله د دغې برید پخلی کړی دی.
د دوی په خبره برید کې پاکستانی ځواکونو او انتخاباتی کارکوونکو ته مرګ – ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې تر اوسه څه نه دی ویل شوی.
که څه هم د یاد برید مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی، خو د حکومت مخالفو وسلوالو د انتخاباتی پروسې د ګډوډۍ ګواښ کړی او له خلکو یې غوښتی، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ