افغانستان؛ آل ثانی وایی نړیوال یې په اړه مشخصه تګلاره نه لری

قطر وایی نړیواله ټولنه تر دې دمه د افغانستان په اړه مشخصه تګلاره نه لری.
ګهیڅ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی ویلی چې په سیمه کې د ثبات لپاره په افغانستان کې ثبات مهم دی، د ده په وینا خو له بده مرغه چې نړیواله ټولنه د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره یو مشخص پلان نه لری.
آل ثانی ویلی چې دوی لا هم په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له سیاسی مشرانو سره په خبرو بوخت دی او غواړی د دوی اندېښنې هوارې کړی.
نوموړی په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو اندېښنې پر ځای بللی او زیاته کړې یې ده که د سیمې هېوادونه لاس ورکړی نو له افغانستان څخه به هېچا ته ګواښ پېښ نه شی.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ترکیې سره د کابل هوایی ډګر پر فعالولو او امنیت د دوی خبرې روانې دی او ژر به یوې پایلې ته ورسېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.