کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې نیوکه وکړه، چې د تېر شل کلن اشغال پرمهال خارجی اشغالګرو د افغانستان اقلیم ته زیات زیان رسولی دی.
دغه کنفرانس کې نوموړی پر نړیوالو غږ وکړ، چې افغانستان کې دې د اقلیمی ستونزو په مخنیوی کې اوس خپل مسوولیت ادا کړی.
د مولوی عبدالکبیر په وینا د اقلیمی ستونزو ډېرښت له امله اوسمهال افغانستان کې تر یو میلیون زیات کسان په تنفسی ناروغۍ اخته شوی دی.
د رییس الوزرا سیاسی مرستیال د هېواد د ځنګلونو ساتنه او حفاظت د حکومت له لومړیتوبونو یاد کړ او له خلکو یې وغوښتل، چې په دغه برخه کې له افغان حکومت سره خپله همکاری نوره هم زیاته کړی.
تمه ده چې په دې درې ورځنی کنفرانس کې د داخلی استادانو په ګډون د یو شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکی او استادان هم د اقلیمی بدلون د اغېزو په اړه خپلې مقالې وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ