ایران دې وروستیو کې په زرګونو افغان کډوال له خپلې خاورې وېستلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران سرحدی چارواکو ویلی، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د وېستلو د بهیر په ترڅ کې یې په زرګونو نور افغان کډوال په دې وروستیو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړی دی.

د خبر پر بنسټ، د ایران د خراسان رضوی د ولایت سرحدی ځواکونو قومندان مجید شجاع ویلی، په دغه هېواد کې د غیرقانونی کډوالو د پېژندنې او ورسره د قانونی چلند بهیر دوام لری.

شجاع زیاته کړې، چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې میاشتې له لومړۍ ورځې د همدې میاشتې تر ۱۵ ورځې ۲۰ زره افغان کډوال، چې قانونی اسناد یې نه لرل، د دوغارون سرحد له لارې افغانستان ته ستانه شوی او د افغان لوری سرحدی چارواکو ته یې سپارلی دی.

دې وروستیو کې د ایرانی او پاکستانی حکومتونو له لوری افغان کډوالو سره د سخت چلند راپورونه ډېر شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.