کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملی بس ترانسپورټی شرکت له مرکز کابل څخه مېدان وردګو ته تګ – راتګ پیل کړ.
د خبر پر بنسټ د مسوولینو په خبره اوسمهال پر دې لارې شپږ ملی بسونه فعالیت کوی، چې د کابل له میرویس مېدانه تر مېدان ښار پورې تګ – راتګ کوی.
بل لور ته د میدان وردګو اوسېدونکی یادو بسونو ته زیاته خوښی څرګندوی او وایی، چې له دې سره یې په تګ – راتګ ګڼې اسانتیاوې رامنځته شی.
د یادونې ده چې څو کاله وړاندې هم پر یاده لاره ملی بسونو تګ – راتګ کاوه، خو د ځینو ستونزو له امله یې بیا فعالیت په ټپه درېدلی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ