کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویلی، چې د امریکا د ګوانتینامو د زندان دوه پخوانی افغان بندیان به نن هېواد ته راستانه شی.
د خبر پر بنسټ، ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم چې اووه کاله وړاندې د ګوانتانامو له زندانه خوشې شوی او عمان ته استول شوی و، د افغان حکومت د هڅو په پایله کې پرې د سفرکولو محدودیت او څارنه لرې شوې ده.
د مسوولینو په وینا ملا صابر ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د امریکایی ځواکونو له خوا نیول شوی او په بګرام زندان کې له بند تېرولو وروسته د همدې کال په اکتوبر کې ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوی و.
عبدالکریم بیا د ۲۰۰۲ زېږدیز کال په اګست کې د پاکستان د حکومت له خوا تر نیول کېدو او د هغه هېواد په زندان کې له څو میاشتې بند وروسته امریکایی ځواکونو ته تسلیم شو.
د خبر په اساس اوس د امریکا په ګوانتانامو زندان کې پاتې یوازینی افغان بندی محمد رحیم نومیږی، چې کورنۍ یې د خلاصون غوښتنه کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ