پاسپورټ ریاست: سر له سبا په ۱۴نورو ولایتونو کې هم د وېش لړۍ پیلېږی

د هېواد په څوارلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیلېږی.
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم ګل حقانی یوې خبری غونډې ته وویل چې دوی د پاسپورټ ریاست د ټولو تخنیکی ستونزو د له منځه وړو په لټه کې دی.
د نوموړی په وینا سر له سبا د هېواد په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پیلېږی او په خبره یې د ولایتونو اوسېدونکی دې په پاسپورټ پسې کابل ته نه راځی.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمګانی پر خپل ټویټر لیکلی: “په څوارلس ولایتونو، فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، سمنګان، بغلان، بامیان او پنجشیر کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلېږی”.
د پاسپورټ ریاست رییس وایی چې د نوو پاسپورټونو چاپ ته اړتیا نشته او اوسنی پاسپورټونه د اوږدې مودې لپاره بسنه کوی.
حقانی دغه راز په کابل کې د پاسپورټونو د وېش پر بهیر هم خبرې کړی دی او په خبره یې همدا چې مهمې تخنیکی ستونزې ختمې شی د وېش لړۍ به بېرته له سره پیل کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.