کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک او د مس عېنک پروژې د استخراج او پروسېس شرکت د مسوولینو ترمنځ ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ د مالی او بانکی معاملاتو په برخه کې د آسانتیاوو په ډېرېدو خبرې شوی.
د افغانستان بانک سرپرست دغه ناسته کې ویلی، د افغانستان بانک د هېواد مرکزی بانک په توګه ژمن دی، چې د خپلو عمده موخو او دندو په رڼا کې د ملی پروژو په پلی کولو کې اغېزمن رول ولوبوی او د بانکی خدمتونو او بانکی معاملاتو په تړاو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاری وکړی.
هغه زیاته کړې، چې مس عېنک پروژه د هېواد له لویو پروژو څخه ده او د دې پروژې د تطبیق په برخه کې به هر ډول بانکی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړی.
همدا رنګه، د مسِ عینک پروژې د استخراج او پروسېس شرکت مسوول “لین بین تو” ویلی، چې په نږدې راتلونکی کې به د مس عېنک پروژې عملی چارې پیل شی.
د ده په خبره شرکت یې ژمن دی، چې د دې پروژې چارې له ځنډ او خنډه پرته په پوره ژمنتیا سره پرمخ یوسی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ