کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان سرپرست لومړی وزیر په یوه خبری ناسته کې د ټاکنو د پایلو په اړه سیاسی ګوندونو او لاریون کوونکو ته ویلی، چې د دغه هېواد خلکو د ټاکنو پایلې منلې دی.
انوارالحق کاکړ د وروستیو ټاکنو په ترسره کولو کې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون او د پوځ له کړنو هم دفاع کړې ده.
کاکړ په داسې حال کې د ټاکنو کمېسیون او د هغې د پایلو دفاع وکړه، چې یو شمېر سیاسی ګوندونه د فبرورۍ د اتمې د عمومی ټاکنو په پایلو کې د درغلیو او لاسوهنو ادعاوې کوی.
انورالحق کاکړ د پاکستان پر سیاسی ګوندونو نیوکه کړې، چې په پاکستان کې د ټاکنیزو تشو د له منځه وړلو لپاره د اغېزمنو قوانینو”په جوړولو کې پاتې راغلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ