د افغانستان اوسنی وضعیت؛ ایران یې پړه پر امریکا وراچوی

ګهیځ: د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال سید عباس عراقچی ویلی، امریکا چې هر ځای ته تللې پرته له ستونزو او خنډونو یې هیڅ هم په میراث نه دی پرېښی.
هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی مټ کنودسن سره په لیدنه کې ویلی چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د ماشومانه سیاستونو زېږنده دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی بیا په افغانستان کې د ایران له وروستیو بشردوستانه هڅو مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ایران له کلونو راهیسی له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب کړی دی او دوی هیله لری چې دغه هېواد د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کې نورې هلې ځلې هم وکړی.
نوموړی دغه راز د افغانستان د وضعیت د رغوونې په برخه کې د سیمې رول مهم بللی او ټنیګار یې کړی چې نړیوال دې هم له افغانانو سره د مرستې لپاره اړین ګامونه واخلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.