کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن د سلواغې ۲۶ له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو د ماتې او وېستلو ورځ ده.
د خبر پر بنسټ، ۳۵ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد وروستي پوځیان له لس کلنې جګړې وروسته په همدې نېټې له افغانستانه ووتل.
د دغې یرغل د دوام پرمهال نږدې دوه نیم میلیونه افغانان او ۱۵ زره د شوروي اتحاد سرتیري ووژل شول.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مناسبت نن ټول هېواد کې عمومي رخصت اعلان کړی دی.
ټاکل شوې چې د هېواد په مختلفو سیمو کې نن دغه ورځ د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې ولمانځل شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/